کوئټه۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د عوامي نېشنل پارټۍ لارښودو وئيلي دي چې پښتون كلتور په امن ٬ زغم ٬ ديانتدارۍ ٬ مينه او د عدم تشدد په اساس مشتمل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه د عوامي نېشنل پارتۍ د مركزي كمېټۍ غړي ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي ملك نعيم خان بازئي٬ صوبائی نائب صدر جمال الدین، ضلعی صدر ثنا کاکړ او انجینئر باز محمد د پشتون کلچر ډے …
پښتون كلتور د امن او زغم په اساس مشتمل دے ٬ عوامي نيشنل پارټي
کوئټه۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د عوامي نېشنل پارټۍ لارښودو وئيلي دي چې پښتون كلتور په امن ٬ زغم ٬ ديانتدارۍ ٬ مينه او د عدم تشدد په اساس مشتمل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه د عوامي نېشنل پارتۍ د مركزي كمېټۍ غړي ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي ملك نعيم خان بازئي٬ صوبائی نائب صدر جمال الدین، ضلعی صدر ثنا کاکړ او انجینئر باز محمد د پشتون کلچر ډے مناسبت سره په خدائی خدمت ګار مرکز بلیلی كښې تابيا كړې شوې دستورې ته د خطاب په مهال وكړه۔ تقرير كوؤنكو ووئيل چې پښتون كلتور ٬ پښتو ژبه او پښتو ادب يو بل سره تړلے دي۔ پښتون كلتور په امن او زغم مشتمل دے او دا مينه خپرولو ٬ امن خپرولو او ورورولۍ ته وده وركولو له مهم كردار ترسره كوي۔










