پېښور 23 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ دوهمې سپيكرې ثريا بي بي له خپلې ټاكنې څخه وروستو د ګل په ورځ په لومړي ځل د اسمبلۍ د غونډې مشري وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ثریا بی بی په 29فروری2024ء د صوبائي اسمبلۍ دوهمې سپيكرې په حېث ټاكلې شوې وه۔ هغه د چترال ضلعې اولنۍ مېرمن ده كومه چې په ټول ټاكنو كښې په عمومي نشست …
ثريا بي بي په لومړي ځل د صوبائي اسمبلۍ غونډې مشري وكړه
پېښور 23 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ دوهمې سپيكرې ثريا بي بي له خپلې ټاكنې څخه وروستو د ګل په ورځ په لومړي ځل د اسمبلۍ د غونډې مشري وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ثریا بی بی په 29فروری2024ء د صوبائي اسمبلۍ دوهمې سپيكرې په حېث ټاكلې شوې وه۔ هغه د چترال ضلعې اولنۍ مېرمن ده كومه چې په ټول ټاكنو كښې په عمومي نشست كاميابېدو سره د اسمبلۍ غړې جوړه شوې ده۔ د اسمبلۍ بشپړ كېدو څخه وروستو تر دې دمه سپيكر بابر سرليم سواتي د غونډې مشري كوي بياهم د جمعې په ورځ د سپيكر په غېر موجودګۍ كښې پېنل آف چيئرمېن محمد ادريس د غونډې مشري وكړه٬ په دې موقعه ثريا بي بي د دوهمې سپيكرې په حېث خپل نشست سنبال كړو۔ د كلام پاك تلاوت څخه وروستو د اسمبلۍ غونډه كښې د اېم پی اے نذیرعباسی د مور روح ته ثواب رسولو ٬ سوات چاؤدنه كښې د شهيد شوي پوليس ځوان او په پاړه چنار كښې شهيد شوي آئی اېس اېف اهلکار لپاره د بخښنې دعا وغوښتلې شوه










