د سينيټر آغا شاهزيب دراني د مور د جنازې لمونځ په تبليغي مركز كښې ادا كړے شو

کوئټه۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ کم پرمختللو سيمو لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر آغا شاهزېب دراني، آغا شكيل احمد دراني، آغا شهريار دراني او د ارواښاد آغا شهباز دراني د مور د جنازې لمونځ په تبليغي مركز خضدار كښې ادا كړے شو او تدفين يې په سونيجي قبرستان كښې وكړے شو۔ د جنازې لمونځ كښې د بلوچستان پخواني وزيراعلی ثناء خان زهري، آغا شکیل احمد درانی، …

کوئټه۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ کم پرمختللو سيمو لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر آغا شاهزېب دراني، آغا شكيل احمد دراني، آغا شهريار دراني او د ارواښاد آغا شهباز دراني د مور د جنازې لمونځ په تبليغي مركز خضدار كښې ادا كړے شو او تدفين يې په سونيجي قبرستان كښې وكړے شو۔ د جنازې لمونځ كښې د بلوچستان پخواني وزيراعلی ثناء خان زهري، آغا شکیل احمد درانی، آغا شهر یار درانی، سېنېټر آغا شاه زیب درانی، میر ظفر خان ساسولي، آغا سلطان ابراهیم احمد زی، میر عبدالقدوس کرد ٬ د خضدار پرېس کلب پخوانی صدر شاهواني او سردار عزیز عمراني په شمول ګن شمېر سياسي او قبائيلي مشرانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو عامو وګړو ګډون وكړو۔