کوئټه 21 ستمبر (اے پي پي) بلوچستان هاؤس اسلام آباد كښې د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د پاکستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په 36مه سالګره کيك كت كړو۔په دې موقع د پيپلزګوند مرکزي لارښود مير علي مدد جتك او د ګوند نور لارښود هم موجود وو۔په دې موقع وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل بلاول بھټو زرداري د پاکستان روښانه سياسي سباؤن دے،د پاکستان خوش قسمتي ده …
بلاول بھټو زرداري د پاکستان روښانه سياسي سباؤن دے۔مير سرفراز بګټي
کوئټه 21 ستمبر (اے پي پي) بلوچستان هاؤس اسلام آباد كښې د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د پاکستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په 36مه سالګره کيك كت كړو۔په دې موقع د پيپلزګوند مرکزي لارښود مير علي مدد جتك او د ګوند نور لارښود هم موجود وو۔په دې موقع وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل بلاول بھټو زرداري د پاکستان روښانه سياسي سباؤن دے،د پاکستان خوش قسمتي ده چې د بلاول بھټو زرداري په شان صلاحيت لرونكي سياستمدار د سباؤن ښه لارښودني له موجود دي، بلاول بھټو زرداري په ځوانۍ كښې د هېواد تر ټولو مقبول قامي سياستمدار دے۔ مير سرفراز بګټي ووئيل پاکستان پيپلزګوند په خپل چيئرمېن فخر كوي۔










