د راروانو 24 ستاعتو په مهال به د بلوچستان زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وي۔د موسميات محکمه

کوئټه 19 ستمبر (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال به د بلوچستان زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وي دغسې تر ټولو زيات درجه حرارت نوکنډي او سبي كښې 42 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ كړے شوے۔د بلوچستان د موسميات محكمي له مخې د بلوچستان په زياتره سيمو كښې به موسم ګرم او خشك وي، د صوبې په كومه هم سيمه كښې د باران امكان نشته، کوئټه …

کوئټه 19 ستمبر (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال به د بلوچستان زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وي دغسې تر ټولو زيات درجه حرارت نوکنډي او سبي كښې 42 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ كړے شوے۔د بلوچستان د موسميات محكمي له مخې د بلوچستان په زياتره سيمو كښې به موسم ګرم او خشك وي، د صوبې په كومه هم سيمه كښې د باران امكان نشته، کوئټه او شا او خوا كښې به هم موسم خشك وي، کوئټه ښار كښې د كم نه كم درجه حرارت 19 او د زيات نه زيات 33 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ شوے ٬ ګوادر ضلع كښې 34،جيوني كښې 33٬ قلات كښې 29،تربت كښې 40 دغسې سبي او نوکنډي كښې 42 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوے۔د موسميات محکمې له مخې د راروانو 24 ساعتو په مهال به موسم ګرم او خشك وي۔