خېبر پښتونخوا كښې سږ كال د ترهګرۍ په بريدونو كښې 337 امنيتي اهلكار او وګړي شهيدان شوي۔ سي ټي ډي رپورټ

پېښور 19 ستمبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې سږ كال تر اوسه د ترهګرۍ په بريدونو كښې 337 امنيتي اهلكار او وګړي شهيدان شوي او 616 ژوبل شوې دي۔ کاونټر ټيرارزم ډيپارټمنټ(سي ټي ډي) رپورټ له مخې په صوبه كښې د كال 2024 په مهال تر ټولو زيات 103 پوليس اهلكار شهيدان او 154 ژوبل شوي او په دې بريدونو كښې تر اوسه 103 وګړي شهيدان او 159 ژوبل …

پېښور 19 ستمبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې سږ كال تر اوسه د ترهګرۍ په بريدونو كښې 337 امنيتي اهلكار او وګړي شهيدان شوي او 616 ژوبل شوې دي۔ کاونټر ټيرارزم ډيپارټمنټ(سي ټي ډي) رپورټ له مخې په صوبه كښې د كال 2024 په مهال تر ټولو زيات 103 پوليس اهلكار شهيدان او 154 ژوبل شوي او په دې بريدونو كښې تر اوسه 103 وګړي شهيدان او 159 ژوبل شوې دي۔ رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې د وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور او ګورنر فيصل کريم کنډي آبائي ضلع ډيره اسماعيل خان ډېره خطرناك او زياته ځپلې شوې ضلع ده چرته چې امنيتي ځواكونه او د پوليس 63 كسان شهيدان شوې٬ د رپورټ له مخې بنوں كښې 58، شمالي وزيرستان 50، سوئيلي وزيرستان كښې 38، باجوړ كښې 29، خېبر كښې 22، پېښور كښې 18،کرم كښې 16، مردان كښې 11، مالاکنډ كښې11، کوهاټ كښې 10، دير كښې 8، مومند كښې دوه او هزاره كښې يو امنيتي اهلكار٬ پوليس او عام وګړي شهيدان شوې دي۔ د ترهګرۍ په روانه لړۍ كښې د اېف سي 49 اهلكار شهيدان او 124 ژوعبل شوي٬ په ډي آئي خان كښې ترهګرو د قانون نافذ كوونكو ادارو اته اهلكار شهيدان او 4 ژوبل شوي