كوئټه 19 ستمبر (اے پي پي) پشتون كلچر ډے به په 23 ستمبر د كوئټې پشمول په ټول بلوچستان كښې په زړه پوري ډول لمانځلې شي۔پشتون كلچر ډے په موقع به د پشتونخواملي عوامي پارټي، عوامي نېشنل پارټي، پشتونخوانيشنل عوامي پارټي، د بلوچستان حكومت د كلتور محكمه ، پشتو اكيډمي او نورو تنظميونو د اړخه دستوري او كلتوري ميلې كولې شي۔په دې لړ كښې به د پشتونخواملي عوامي پارټي د …
پشتون كلچر ډے به په 23 ستمبر په ټول بلوچستان كښې په زړه پوري ډول لمانځلې شي
كوئټه 19 ستمبر (اے پي پي) پشتون كلچر ډے به په 23 ستمبر د كوئټې پشمول په ټول بلوچستان كښې په زړه پوري ډول لمانځلې شي۔پشتون كلچر ډے په موقع به د پشتونخواملي عوامي پارټي، عوامي نېشنل پارټي، پشتونخوانيشنل عوامي پارټي، د بلوچستان حكومت د كلتور محكمه ، پشتو اكيډمي او نورو تنظميونو د اړخه دستوري او كلتوري ميلې كولې شي۔په دې لړ كښې به د پشتونخواملي عوامي پارټي د سيوري لاندي د كوئټه صادق شهيد ګروانډ او پشتونخوا نېشنل عوامي پارټي د اړخه ميټروپوليټين كارپوريشن كښې د پشتون كلچر ډے دستوري كولې شي چې پكښې به د پشتون كلتور نندارتون ، اتڼ، كبډي او نوري سيالۍ كولې شي ٬ پشتون كلچر ډے دستوري كښې به د صوبائي اسمبلۍ غړي ، سينيټرز، د قامي اسمبلۍ غړو پشمول بيلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان ګډون كوي










