پيښور هائیکورټ د سپیکر بابر سلیم سواتي نامه پي این آئي ایل څخه خارج كړه

پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) پېښور هائیکورټ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي نامه پي این آئي ایل څخه خارج كړه۔ پېښور هائیکورټ كښې د سپیکر بابر سلیم سواتی نامه په پي این آئي ایل كښې د شاملولو په ضد د کېس سماعت وشو۔ د پېښور هائیکورټ چیف جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس وقار احمد د مقدمې سماعت وكړو۔ د سماعت په مهال د خواست كونكي وكيل …

پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) پېښور هائیکورټ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي نامه پي این آئي ایل څخه خارج كړه۔ پېښور هائیکورټ كښې د سپیکر بابر سلیم سواتی نامه په پي این آئي ایل كښې د شاملولو په ضد د کېس سماعت وشو۔ د پېښور هائیکورټ چیف جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس وقار احمد د مقدمې سماعت وكړو۔ د سماعت په مهال د خواست كونكي وكيل عدالت ته ووئيل مونږ ته رپورټ ترلاسه شوې چې نامه لسټ څخه وېستلے شوې۔ په دې مهال اے اے جي هم تصدیق کولو سره ووئيل د خواست كونكي نامه د پي این آئي ایل څخه خارج کړې شوې۔دې څخه وروستو پېښور هائیکورټ د سماعت په بشپړيدو رټ ختم كړو