پېښور 16ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د 12 ربيع الاول په موقع ټول قام او اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د نبي كريم(ص)په اسوه حسنه عمل كول په دنيا او آخرت كښې كاميابي ده ٬د پيغمبر اسلام(ص)آفاقي پېغام د ټول كائنات لپاره رحمت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د عيد ميلاد النبي (ص)12 ربيع الاول 1446ھ په موقع پیغام كښې وكړه ۔ د خېبر …
د نبي كريم(ص)په اسوه حسنه عمل كول په دنيا او آخرت كښې كاميابي ده ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر
پېښور 16ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د 12 ربيع الاول په موقع ټول قام او اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د نبي كريم(ص)په اسوه حسنه عمل كول په دنيا او آخرت كښې كاميابي ده ٬د پيغمبر اسلام(ص)آفاقي پېغام د ټول كائنات لپاره رحمت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د عيد ميلاد النبي (ص)12 ربيع الاول 1446ھ په موقع پیغام كښې وكړه ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل دا نن ورځ ټول انسانان د نسلي٬سيمه ايز٬طبقاتي٬لساني او جغرافيائي تعصبات د دلدل څخه په ويستلو د امن او مينې او اتحاد درس وركوي۔د حضور پاك(ص)ژوند د انسانانو لپاره د لارې مشال دے او د دنيا او آخرت د كاميابۍ ضمانت هم دے٬ ده ووئېل په اسلامي تعليمات عمل كولو سره په ټوله نړۍ كښې د امن٬مينې٬ايثار٬قربانۍ٬اتحاد ماحول پېدا كېدې شي۔









