پېښور 16 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور د عید میلادالنبی په دې مبارکه موقع ټولو مسلمانانو او په خاص توګه پاکستانيانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي د حضرت محمد ۖ ولادت نه يواځي د عالم اسلام بلکه ټول انسانیت لپاره سعادت او رحمت دے او د هغه آفاقي تعلیمات انسانان د تيارو څخه وېستلو سره تر معراج رسولي ۔د حضرت محمد ۖ ولادت …
د حضرت محمد ۖ ولادت د ټول انسانیت لپاره سعادت او رحمت دے۔د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ
پېښور 16 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور د عید میلادالنبی په دې مبارکه موقع ټولو مسلمانانو او په خاص توګه پاکستانيانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي د حضرت محمد ۖ ولادت نه يواځي د عالم اسلام بلکه ټول انسانیت لپاره سعادت او رحمت دے او د هغه آفاقي تعلیمات انسانان د تيارو څخه وېستلو سره تر معراج رسولي ۔د حضرت محمد ۖ ولادت په انسانیت د لوي څښتن لوئ احسان دے ،حضرت محمد ۖ سره مينه د ايمان بنیادی تقاضا ده او د حضرت محمد اسوہ حسنه د ټولو انسانانو لپاره د لارې مشال دے په كوم عمل كولو سره چې انسان دنیا او آخرت كښې کامیابی ترلاسه كولې شي۔د عید میلادالنبی په مناسبت سره جاري شوي خپل يو پیغام كښې وزیراعلیٰ ووئيل حضرت محمد ۖ عمر له د انسانیت د تکریم و٬يني ، عفو و درګذر، عدل و انصاف سرلورۍ او د ظلم د خاتمې درس وركړے ۔ د حضرت محمد ۖ خطبه حجته الوداع يو داسې منشور دے كوم چې د پاتې نړۍ ټولو مسلمانانو بلكه د ټولو انسانانو د لارښودني سرچينه ده۔دا د رحمت اللعالمین د تعلیمات کرشمه وه چې ټول په يو صف كښې اودريدل او د آقاګانو او غلامانو فرق ختم شو او د امتياز نه غير ئې د انسانیت درس وركړے چې له امله ئې اسلام د نړۍ تر ګوټ ګوټ خپور شو۔ ده ووئېل په نن ورځ بايد د مسلمان په حیث مونږ د دې عزم پخلے وكړو چې د اسوئه حسنه په رڼا كښې نه يواځې د خپل کردار او عمل اصلاح وكړو بلکه يو حقیقی فلاحی ټولنې جوړولو لپاره هم د استطاعت له مخې خپل کردار ترسره كړو۔











