کوئټه۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي د نبي علېه السلام د ولادت ورځې په موقعه ټولو مسلمانانو ته مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ په خپل پېغام كښې وزيراعلی ووئيل ننۍ ورځ يوازې مسلمانانو لپاره نه بلكې ټول كائنات او انسانيت لپاره عظيمه ورځ ده۔ په دې مباركه ورځ نبي كريم (ص) د رحمت للعالمین په توګه دنيا ته تشريف راوړو او د هغوي راتللو سره …
د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د 12 ربيع الاول په مباركه موقعه مسلمانانو له مباركي وركړه
کوئټه۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي د نبي علېه السلام د ولادت ورځې په موقعه ټولو مسلمانانو ته مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ په خپل پېغام كښې وزيراعلی ووئيل ننۍ ورځ يوازې مسلمانانو لپاره نه بلكې ټول كائنات او انسانيت لپاره عظيمه ورځ ده۔ په دې مباركه ورځ نبي كريم (ص) د رحمت للعالمین په توګه دنيا ته تشريف راوړو او د هغوي راتللو سره د جهالت د تيارو ختمېدو ابتداﺀ وشوه۔ په دې مباركه ورځ د نبي علېه السلام په اسوه حسنه د عمل كولو او د يووالي او زغم جذبې پېدا كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل دا ورځ مسلمانانو لپاره ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل د نبي علېه السلام په تعليمات عمل كولو سره د دنيا او آخرت كاميابۍ ترلاسه كېدې شي او يوه حقيقي فلاحي ټولنه تشكيلېدې شي۔ ده ووئيل دا مهال چې اسلامي امت څومره مسئلو سره مخ دے د دې حل د نبي علېه السلام په تعليمات عمل كولو كښې دے ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې مونږ ته په نېغه لاره د تللو او د نبي علېه السلام د ښودلې ضابطه حيات له مخې د ژوند كولو توفيق راكړي۔ او پاك پروردګار دې پاكستان په صحيح معنو كښې يو اسلامي فلاحي مملكت او د پرمختګ او سوكالۍ مركز جوړ كړي۔











