كوئټه 16ستمبر(اے پی پی)د پاكستان مسلم ليګ(ن)د بلوچستان جنرل سېكرټري او د قامي اسمبلۍ غړي جمال شاه كاكړ د عيد ميلاد النبي په موقع خپل يو پېغام كښې وئېلي دي 12 ربيع الاول د حضرت محمد(ص)ولادت ورځ د ټول انسانيت لپاره عظيمه ورځ ده٬په دې ورځ لوي څښتن حضرت محمد(ص) د ټولو جهانونو لپاره د رحمت په توګه رالېږلے ٬ په 12 ربيع الاول دې ټول مسلمانان د اتحاد ٬ …
د حضرت محمد(ص) د ولادت ورځ د ټول انسانيت لپاره عظيمه ورځ ده۔د قامي اسمبلۍ غړے جمال شاه كاكړ
كوئټه 16ستمبر(اے پی پی)د پاكستان مسلم ليګ(ن)د بلوچستان جنرل سېكرټري او د قامي اسمبلۍ غړي جمال شاه كاكړ د عيد ميلاد النبي په موقع خپل يو پېغام كښې وئېلي دي 12 ربيع الاول د حضرت محمد(ص)ولادت ورځ د ټول انسانيت لپاره عظيمه ورځ ده٬په دې ورځ لوي څښتن حضرت محمد(ص) د ټولو جهانونو لپاره د رحمت په توګه رالېږلے ٬ په 12 ربيع الاول دې ټول مسلمانان د اتحاد ٬ اتفاق او يووالي سره د لوي څښتن په واحدانيت او د حضرت محمد(ص) په ختم نبوت بشپړ باور لرلو سره د دوي په تعليمات عمل وكړي ٬ ده ووئېل مونږ له د يتيمانانو او غريبانانو مالي معاونت او د حضرت محمد(ص)په عظيم كردار او تعليمات د عمل كولو مكمل هڅه پكار ده۔ده ووئيل چې څنګه د لوي څښتن آخري نبي كله هم زور زبردستي نه ده كړې٬د جبر څخه يې كار نه دې اخستې بلكې تل يې مينه او نرمي كړې از اسلام يي د يو پرامن مذهب په توګه نړۍ ته وړاندې كړے نو مونږ له هم پكار دې چې د آخري نبي(ص)په تعليمات عمل وكړو۔











