اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) سېنېټ قاديانيان غير مسلمه اقليت ګرځولو په اړه د 7ستمبر تاريخي ورځ په سرکاري كچه لمانځلو او په دې ورځ د عامي رخصتۍ اعلان لپاره د قرار داد منظوري وركړې ده ۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د جے يو آئي (ف) پارليماني ليډر مولانا عطاالرحمان په دې لړ كښې قرار داد وړاندې كړو۔ قرار داد كښې وئيلي شوي چې …
سېنېټ قاديانيان غير مسلمه اقليت ګرځولو په اړه د 7ستمبر تاريخي ورځ په سرکاري كچه لمانځلو او په دې ورځ د عامي رخصتۍ اعلان لپاره د قرار داد منظوري وركړه
اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) سېنېټ قاديانيان غير مسلمه اقليت ګرځولو په اړه د 7ستمبر تاريخي ورځ په سرکاري كچه لمانځلو او په دې ورځ د عامي رخصتۍ اعلان لپاره د قرار داد منظوري وركړې ده ۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د جے يو آئي (ف) پارليماني ليډر مولانا عطاالرحمان په دې لړ كښې قرار داد وړاندې كړو۔ قرار داد كښې وئيلي شوي چې د پاکستان پارليمان په 7 ستمبر 1974 تاريخي ورځ باندې په متفقه توګه قاديانيان غير مسلمه اقليت ګرځولے ؤ۔دا ورځ نه يواځې د پاکستان بلکه ټولو مسلمانانو لپاره تاريخي اهميت لري ځكه چې په دې ورځ د مسلمانانو لولو هلي ځلي کاميابې شوې وي۔ قرار داد كښې وئيلي شوي دغه تاريخي لمحات رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ سېنېټ د حکومت څخه سفارش کوي چې دا ورځ په سرکاري كچه ولمانځلې شي او په دې ورځ په قامي كچه د رخصتۍ اعلان وكړې شي۔ دغسې ايوان په اتفاق سره د قرارداد منظوري وركړه











