كوئټه 16 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل وئيلي دي مونږ د يو مسلمان امت په حيث د 12 ربيع الاول دا ورځ د ټول انسانيت تر ټولو عظيم پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ولادت په ياد كښې لمانځو۔ عيد ميلاد النبي په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د ټولو انسانانو لپاره تر قيامت رحمت العالمين او …
د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل د عيد ميلاد النبي په موقع پيغام
كوئټه 16 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل وئيلي دي مونږ د يو مسلمان امت په حيث د 12 ربيع الاول دا ورځ د ټول انسانيت تر ټولو عظيم پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ولادت په ياد كښې لمانځو۔ عيد ميلاد النبي په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د ټولو انسانانو لپاره تر قيامت رحمت العالمين او د لارې مشال دے۔د محمد عربي صلي الله عليه وسلم تعليمات څخه نن هم زمونږ ژوند د نيكۍ او تقويٰ څخه معمور كيدے شي، ملت او امت ته په پېښو مسئلو او مشكلات قابو موندلو لپاره د هغه ژوند زمونږ د ټولو لپاره روښانه ماډل دے۔ده ووئيل راځې چې مونږ دعا اوكړو چې لوي څښتن دې د نړۍ ټولو مسلمانانو كښې بشپړ اتحاد، اتفاق او يوووالي پيدا كړي دغسې چې ملت يو شي۔ ده ووئېل د جشن عيد ميلاد النبي(ص) په موقع دا هم ضروري ده چې د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په تعليمات عمل ،د يتيمانو او غريبانانو مالي معاونت وكړو۔د وخت تقاضا ده چې مونږ انسانانو كښې مينه ، ورورولي او نيكي خپره كړو ۔ د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل دعا وكړه چې لوي څښتن دې رحمتومه نازل كړي په محمد عربي او د هغه په آل ،پروردګار دې مونږ له د نيك كار كولو ، همدردۍ او خير و مرستي د كار توفيق راكړي











