د بلديات صوبائي وزير سردار سرفراز چاكر ډومكي د كراچۍ په نجي روغتون كښې په حق ورسيد

كوئټه 16 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان د بلديات صوبائي وزير سردار سرفراز چاكر ډومكي د كراچۍ په نجي روغتون كښې په حق رسيدلے دے،سردار صاحب د څه مودې راهسې ناروغه ؤ۔د كورنۍ ذريعو له مخې سردار سرفراز چاكر ډومكي 10 ورځو نه د كراچۍ په يو نجي روغتون كښې داخل ؤ،هغه د پړپوس او ګردو ناروغتيا لرله ۔ سردار سرفراز چاكر ډومكي ورور هربيار ډومكي ووئيل د سرفراز …

كوئټه 16 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان د بلديات صوبائي وزير سردار سرفراز چاكر ډومكي د كراچۍ په نجي روغتون كښې په حق رسيدلے دے،سردار صاحب د څه مودې راهسې ناروغه ؤ۔د كورنۍ ذريعو له مخې سردار سرفراز چاكر ډومكي 10 ورځو نه د كراچۍ په يو نجي روغتون كښې داخل ؤ،هغه د پړپوس او ګردو ناروغتيا لرله ۔ سردار سرفراز چاكر ډومكي ورور هربيار ډومكي ووئيل د سرفراز چاكر ډومكي مړے به نن د كراچۍ څخه لهړي ته منتقل كولې شي، سرفراز چاكر ډومكي به لهړي كښې د پلار نيكه اديره كښې خاورو ته سپارلې شي۔سردار سرفراز ډومكي د پيپلز پارټي سره تعلق لرلو كوم چې د پي بي 8 سبي څخه كامياب شوے ؤ ۔سردار سرفراز چاكر خان ډومكي د بلوچستان نامور شخصيت د بلوځستان پخواني ګورنر او وزيراعلٰي نواب محمد اكبر بګټي زوم ؤ۔سردار سرفراز خان ډومكي په بيلو وختونو كښې د حكومت او اپوزيشن برخه پاتې شوے ؤ او د اېس اينډ جي اے ډي پشمول د محكمو صوبائي وزير پاتې شوے ؤ