نظام مصطفی (ص) زمونږ د ټولو مسئلو حل لري٬ د سندھ ګورنر

کراچۍ۔ 15 ستمبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري وئيلي دي چې د نبي پاك (ص) په نقش قدم تلل او اتباع زياته ضروري ده٬ څوك چې د نبي علېه السلام عاشق نه دے د هغه ژوند هېڅ نه دے ، نظام مصطفیٰ (ص) زمونږ د ټولو مسئلو حل لري۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنر هاؤس كښې د جشن …

کراچۍ۔ 15 ستمبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري وئيلي دي چې د نبي پاك (ص) په نقش قدم تلل او اتباع زياته ضروري ده٬ څوك چې د نبي علېه السلام عاشق نه دے د هغه ژوند هېڅ نه دے ، نظام مصطفیٰ (ص) زمونږ د ټولو مسئلو حل لري۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنر هاؤس كښې د جشن ميلاد النبي (ص) حوالې سره يو باوقاره مجلس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل دا زما خوش بختي ده چې پاك پروردګار زه د 12 ربيع الاول په موقعه د سندھ ګورنر جوړ كړم۔ ده ووئيل روانه مياشت به په ګورنر هاؤس كښې د ميلاد 12 محفلونه كيږي او دلته به ختم نبوت كنفرنس هم كولې شي۔ د محفل په پايه كښې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔