کراچۍ۔ 15 ستمبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري وئيلي دي په جمهوريت كښې د جمهور خېر ښیګړه يقيني ده٬ پارليمنټ يوه بالادست اداره ده او ددې احترام په ټولو لازم دے۔ په پاكستان كښې د تېر وخت په مقابله كښې نن جمهوريت مستحكم او قوي شوے دے۔ د جمهوريت نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ده ووئيل د اوسني دور تقاضو له مخې جمهوري نظام …
د پارليمنټ احترام په ټولو لازم دے: د سندھ ګورنر
کراچۍ۔ 15 ستمبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري وئيلي دي په جمهوريت كښې د جمهور خېر ښیګړه يقيني ده٬ پارليمنټ يوه بالادست اداره ده او ددې احترام په ټولو لازم دے۔ په پاكستان كښې د تېر وخت په مقابله كښې نن جمهوريت مستحكم او قوي شوے دے۔ د جمهوريت نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ده ووئيل د اوسني دور تقاضو له مخې جمهوري نظام لا پياوړې كېدې شي او د آرټیفیشل انټېلیجنس د لارې د دې نظام زياتره كمۍ لرې كېدې شي۔ ده ووئيل د جمهورت استحكام او تسلسل كښې د ټولو اسټېك هولډرز په زړه پورې كردار دے۔











