لاهور۔15ستمبر(اے پی پی) د دارالعلوم جامعه نعیمه تر اهتمام لاندے د عيد ميلاد النبي (ص) په لړ كښې ګړھي شاهو څخه تر بي بي پاك دامن لاريون وويستلے شو۔ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر راغب حسين نعيمي لاهور پرېس كلب څخه بهر لاريون ته خپل خطاب كښې ووئيل په موجوده دور كښې د آخر الزمان په اصولو ژوند تېرول زيات ضروري شوي دي۔ د آئين دويم ترميم د مسلمان …
په پيغام مصطفی عمل كولو سره د دنيا او آخرت كاميابۍ ترلاسه كيدې شي: ډاكټر راغب حسين نعيمي
لاهور۔15ستمبر(اے پی پی) د دارالعلوم جامعه نعیمه تر اهتمام لاندے د عيد ميلاد النبي (ص) په لړ كښې ګړھي شاهو څخه تر بي بي پاك دامن لاريون وويستلے شو۔ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر راغب حسين نعيمي لاهور پرېس كلب څخه بهر لاريون ته خپل خطاب كښې ووئيل په موجوده دور كښې د آخر الزمان په اصولو ژوند تېرول زيات ضروري شوي دي۔ د آئين دويم ترميم د مسلمان حېثيت په ډاګه كوي چې دا مهال په پېغام مصطفی عمل كولو سره د دنيا او آخرت كاميابۍ ترلاسه كېدې شي۔ مولانا راغب نعیمی ووئيل ترهګر اسلام سره هېڅ تعلق نه لري٬ په پاك پوځ د بريد كوؤنكو مقابله به كول وي۔ د عید میلاد النبی لاريون بي بي پاك دامن ته رسېدو سره ختم شو۔ په لاريون كښې ګډون كوؤنكو په لاسونو كښې پرچمونه او بېنرې پورته كړې په كومو چې د ميلاد النبي نعرې درج وې۔ لاريونو ته نورو مشائخو هم خطاب وكړو۔











