سری نګر۔14ستمبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرۍ تازه كارروايۍ په مهال نن د بارهموله ضلعې په كېري سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروايۍ په مهال درې كشميري ځوانان شهيدان كړل۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې هندي عسكرو دا ځوانان په فرضي مقابله كښې شهيدان كړي۔ تر وروستۍ اطلاع ترلاسه كېدو په سيمه …
بارهموله، هندي عسكرو 3 ځوانان شهيدان كړل
سری نګر۔14ستمبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرۍ تازه كارروايۍ په مهال نن د بارهموله ضلعې په كېري سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروايۍ په مهال درې كشميري ځوانان شهيدان كړل۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې هندي عسكرو دا ځوانان په فرضي مقابله كښې شهيدان كړي۔ تر وروستۍ اطلاع ترلاسه كېدو په سيمه كښې د هندي پوځ آپرېشن روان ؤ۔ دا مهال د هندي عسكرو لخوا په کپواړہ، کشتواړ، ادھم پور، راجوری، پونچھ او د کټھوعه ضلعو په بېلو سيمو كښې د محاصرې٬ لټون او تشدد كارروايۍ روانې دي۔











