په اين اے 171 رحيم يار خان كښې پولنګ روان دے ٬ امنيت له كوټلي انتظامات شوي٬ اليكشن كميشن

لاهور۔12 ستمبر(اے پی پی)په اېن اے 171 رحیم یار خان كښې د پولنګ عمل پېل شوے ٬ امنيت ټينګ ساتلو له كوټلي انتظامات شوي دي۔ د الېكشن كمېشن پنجاب وياند له مخې د اېن اے 171 رحیم یار خان په 301 پولنګ سټېشنونو سهار 8 بجې د پولنګ عمل پېل كېدو په اړه رپورټس ترلاسه شوي دي۔ د ده وېنا وه چې ټاكنې په سوله ايز ډول كولو له د …

لاهور۔12 ستمبر(اے پی پی)په اېن اے 171 رحیم یار خان كښې د پولنګ عمل پېل شوے ٬ امنيت ټينګ ساتلو له كوټلي انتظامات شوي دي۔ د الېكشن كمېشن پنجاب وياند له مخې د اېن اے 171 رحیم یار خان په 301 پولنګ سټېشنونو سهار 8 بجې د پولنګ عمل پېل كېدو په اړه رپورټس ترلاسه شوي دي۔ د ده وېنا وه چې ټاكنې په سوله ايز ډول كولو له د امنيت فول پروف انتظامات شوي۔ د حلقې وګړي له كومې يرې پرته د رائے حق كارولو له پولنګ سټېشن ته ځان رسوي۔ د كومې مسئلې په صورت كښې صوبائي الېكشن كنټرول روم ته په 99212620-042 لمبر اطلاع وركړې كېدې شي۔ امنيت په ځاے ساتلو له 2700 پولیس اهلکار الېکشن ډیوټی ترسره كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ضمني ټاكنو كښې د پيپلز پارټي د مخدوم طاهر رشيد الدين او د پي ټي آئي د حسان مصطفی ترمينځه د سختې مقابلې امكان دے۔ په دې حلقه كښې 4 نور آزاد كانديدان هم ټاكنو كښې برخه اخلي۔ په حلقه كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 5 لکه 26 زره 973 ده۔ دا چوكۍ د پي ټي آئي د اېم اېن اے ممتاز مصطفی په حق رسېدو سره خالي شوې وه۔