د ادبي هلو ځلو وده د قامونو د ترقۍ او بقاء ضامن ده ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر

پېښور 11 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د ادبي هلو ځلو وده د قامونو د ترقۍ او بقاء ضامن ده ، د خپلو كلتور څخه لري پاتې كيدونكې قامونه د خپل وجود او شناخت څخه لاس وينځي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اباسين آرټس کونسل پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه، د پلاوي مشري د پيپلز پاړټي د كلتور …

پېښور 11 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د ادبي هلو ځلو وده د قامونو د ترقۍ او بقاء ضامن ده ، د خپلو كلتور څخه لري پاتې كيدونكې قامونه د خپل وجود او شناخت څخه لاس وينځي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اباسين آرټس کونسل پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه، د پلاوي مشري د پيپلز پاړټي د كلتور ونګ مشر خواجه ياور نصير كوله، د خېبر پښتونخواه ګورنر ووئيل ادبي هلو ځلو ته ودي وركولو ته اړتيا ده ٬ د 18 بدلون نه پس دا چاري د صوبو په ترجيحات اډانه لري چې دې له څومره اهميت وركوي خو د بده مرغه زمونږ صوبائي حکومت په ترجيحات كښې څه بل څه شامل دي،ده ووئيل ګورنر هاؤس كښې د کانفرنسز كولو سلسله پيل شوې ، د مينځني اسياﺀ پوهانو دلته د رابللو په تجويز كار پيل شوے۔ ده ووئيل د اباسين آرټس کونسل کردار په دې صوبه كښې د فنون لطيفه وده كښې د قدر وړ دے،ستاسو په شان رائے وركوونكو او د ټولنې دوسته شخصياتو لپاره د ګورنرهاؤس دروازې پرانستي دي او هر ممكن مرسته به كولې شي۔ ګورنر ووئيل ارټس کونسل ته پېښو مسئلو په اړه به د وفاقي حکومت سره خبره كوم چې ورسره به د نشتر هال مسئلې حل شي