د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کرېم کنډي سره نامتو کرکټر اعتزاز حبيب وليدل

پېښور 11 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کرېم کنډي سره نامتو کرکټر اعتزاز حبيب ګورنرهاؤس كښې ليدلي دي، ده ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې د لوبغاړو ډاډګيرني او د لوبو ودي لپاره د ګورنر فيصل کريم کنډي هڅي او كردار وستائېلو،په دې موقع په خپلو خبرو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل صوبه كښې د لوبو وده او د دې د لارې د صوبې سافټ …

پېښور 11 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کرېم کنډي سره نامتو کرکټر اعتزاز حبيب ګورنرهاؤس كښې ليدلي دي، ده ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې د لوبغاړو ډاډګيرني او د لوبو ودي لپاره د ګورنر فيصل کريم کنډي هڅي او كردار وستائېلو،په دې موقع په خپلو خبرو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل صوبه كښې د لوبو وده او د دې د لارې د صوبې سافټ اميج نړۍ ته وړاندې كولو ته خاص پام لرنه كوم،ده ووئيل زمونږ په صوبه كښې د کرکټ په ميدان كښې د صلاحيت لرونكو لوبغاړو كمے نشته ٬ زمونږ صلاحيت لرونكي لوبغاړي ګڼو هېوادونو كښې د کرکټ ډلو کوچنګ کوي خو مونږ د بهر هېوادونو څخه کوچز رابللو، ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د كركټ ودې په اړه د پي سي بي چيئرمېن او كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره زما ملاقات شوے ٬ مونږ په ډيره اسماعيل خان، ايبټ آباد او دير كښې د کرکټ اکيډميز په جوړولو كار پيل كړے،ده ووئيل د خېبر پښتونخوا په ګڼو ډويژنو كښې د پوهنتونونو پشمول به مختلف كچه به د کرکټ ډلي جوړولې شي او د هغوي به خپل مينځ كښې سيالۍ كولې شي۔ده د کرکټ په ميدان كښې د اعتزاز حبيب کردار او محنت وستائلو او د خپل اړخه ېي د بشپړه مرستې باور وركړو