کراچۍ 11 ستمبر (اے پي پي) د هېواد رغونې او ترقي لپاره د باني پاکستان په وژن به عمل كول وي٬ د سباٶن په ترقۍ كښې د زده كوونكو انجونو كردار مهم دے٬ قائداعظم محمد علي جناح نه يوازې خپله په قانون پوهېدو بلكې د قانون ئې احترام هم كولو۔ د دې خيالاتو څرګندونه په قائداعظم اکادمي او اېچ آئ ډګري ګرلز کالج كښې د باني پاکستان 76م تلين په …
د هېواد رغونې او ترقي لپاره د پاكستان باني په وژن به عمل كول وي٬ د سباٶن په ترقۍ كښې د زده كوونكو انجونو كردار مهم دے۔ مقررين
کراچۍ 11 ستمبر (اے پي پي) د هېواد رغونې او ترقي لپاره د باني پاکستان په وژن به عمل كول وي٬ د سباٶن په ترقۍ كښې د زده كوونكو انجونو كردار مهم دے٬ قائداعظم محمد علي جناح نه يوازې خپله په قانون پوهېدو بلكې د قانون ئې احترام هم كولو۔ د دې خيالاتو څرګندونه په قائداعظم اکادمي او اېچ آئ ډګري ګرلز کالج كښې د باني پاکستان 76م تلين په موقع مشاعرې ته مقررينو خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د اېف بي آر كراچۍ كمشنر طارق حسېن شېخ خاص مېلمه ٶ۔ په دې موقع زده كوٶنكو انجونو د پاكستان باني ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپار ملي نغمې وړاندې كړې۔ مېرمنو شاعرانو چې پكښې عنبرين حسيب عنبر، نيل احمد، ياسمين ياس، آئرين فرحت، سحر علي او ډاکټر نزهت عباسي شاملې وې خپل كلام كښې د پاكستان باني ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د اېچ آئي عثمانيه ګرلرز ډګري کالج پرنسپل پروفېسر فرزانه خان، استاذانو او زده كوٶنكې په لويه شمېره په مشاعره كښې موجود وو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې خاص مېلمه طارق حسېن شېخ ووئيل قائداعظم محمد علي جناح عظيم شخصيت ٶ٬ د دې خبرې اعتراف د وخت د مسلم ليګ مخالفينو هم كولو۔ ده زده كوٶنكو ته ووئېل د آزادۍ په تحريك كښې د فاطمه جناح كردار هم مهم ٶ۔ ده ووئيل زده كوٶنكو له د هېواد پرمختګ او تعمير كښې مهم كردار لوبول دي٬ قائداعظم خپل هم تعليم ته ډېر اهميت وركولو٬ زده كوونكو له تعليم ترلاسه كولو سره د هېواد په تعمير او ترقۍ كښې خپل كردار لوبول دي۔ دستورې ته د قائداعظم اکادمي انچارج زاهد حسېن ابړو٬ پروفېس محمد علي٬ د آېچ آئي عثمانيه ګرلزز ډګري كالج پرنسپل پروفيسر فرزانه خان هم وېنا وكړه۔ دغسې د ستورې په پائې كښې ټولو مېلمنو ته شيلډز وركړے شول











