لاهور 11 ستمبر(اے پی پی) د پخوانۍ وړومبنۍ مېرمن او د مسلم ليګ(ن) مشر قائد محمد نواز شريف كور ودانې بيګم كلثوم نواز شپږم تلين په موقع د مسلم ليګ(ن)سينئر لارښود او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ مور ساجده فاروق تارړ پخپل دفتر كښې د دعا دستوره وكړه۔د دعاګانو په دستوره كښې د حلقه اېن اے 124 مېرمنو په ګڼ شمېر ګډون وكړو او قرآن خواني او نعت خواني او د دستورې په اختتام يي د ارواښادې لپاره دعاګانې وغوښتلې ۔په دې موقع ساجده فاروقي تارړ ووئيل د بيګم كلثوم نواز سياسي او سماجي خذمات د چا نه پټ نه دي٬هغې د آمريت په دور كښې چې كوم ډول ګوند سنبهال ساتلے ؤ هغه به په ځالانده ټكو ليكلې شي۔دې ووئيل د مادر جمهوريت د جمهوريت لپاره وركړو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره نن د دعاګانو دستوره وشوه چې پكښې د ټولې حلقې مېرمنو ګډون كړے۔په دستوره كښې د ويمن ونګ اين اے 127 كوآرډينېټر رابعه افضل٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د كلچر اينډ هيرټيج كوآرډينېټر فرح ديبا٬د يوته ونګ اېن اے 124 كوآرډينېټر حمزه ملك هم په دستوره كښې په خاص توګه ګډون وكړو۔