پېښور 11 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د قائداعظم محمد علي جناح قيادت او د هغه بصيرت زمونږ د قامي تاريخ يو روښانه باب دے،بايد مونږ د هغه د فرمودات په رڼا كښې د پاکستان قوي كولو او سوكاله كولو لوظ وكړو۔ د بابائے قوم تلين په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل د قائداعظم محمد علي جناح اصولي سياست، ځانګړے …
د قائداعظم محمد علي جناح قيادت او د هغه بصيرت زمونږ د قامي تاريخ يو روښانه باب دے ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر
پېښور 11 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د قائداعظم محمد علي جناح قيادت او د هغه بصيرت زمونږ د قامي تاريخ يو روښانه باب دے،بايد مونږ د هغه د فرمودات په رڼا كښې د پاکستان قوي كولو او سوكاله كولو لوظ وكړو۔ د بابائے قوم تلين په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل د قائداعظم محمد علي جناح اصولي سياست، ځانګړے قيادت او مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد لپاره هلې ځلې زمونږ لپاره د لارې مشالونه دي، بايد مونږ د هغه د فرمودات په رڼا كښې د پاکستان قوي كولو او سوكاله كولو لوظ وكړو۔ده ووئيل قائداعظم مونږ له د اتحاد، تنظيم او يقينِ محکم درس راكړے،نن حاجت دې خبري ته دے چې په هغه اصولو عمل كولو سره هېواد ته د پېښو چيلنجونو مقابله وكړو او هېواد د پرمختګ پلو روان كړو۔ګورنر ووئيل د قائداعظم مشن پاکستان يو پرمختګ كونكے ، امن خوښے او سوكاله هېواد جوړول وؤ كوم چې سر ته رسول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔











