کوئټه۔ 10 ستمبر (اے پی پی) د صوبائي سرښار كوئټې په شمول په ګرد بلوچستان كښې د پوليو مخنيوي 7 ورځنې كمپائن په دويمه ورځ هم روان پاتے شو۔ د اېمر جنسی آپرېشن سېنټر بلوچستان کوارډینېټر انعام الحق له مخې د كوئټې په شمول په ګرد بلوچستان كښې د پوليو مخنيوي 7 ورځنې كمپائن تېره ورځ د ستمبر په 9 مه نېټه پېل شوے وو كوم چې په په لسمه …
په بلوچستان كښې د پوليو مخنيوي 7 ورځنې كمپائن په دويمه ورځ هم روان پاتے شو
کوئټه۔ 10 ستمبر (اے پی پی) د صوبائي سرښار كوئټې په شمول په ګرد بلوچستان كښې د پوليو مخنيوي 7 ورځنې كمپائن په دويمه ورځ هم روان پاتے شو۔ د اېمر جنسی آپرېشن سېنټر بلوچستان کوارډینېټر انعام الحق له مخې د كوئټې په شمول په ګرد بلوچستان كښې د پوليو مخنيوي 7 ورځنې كمپائن تېره ورځ د ستمبر په 9 مه نېټه پېل شوے وو كوم چې په په لسمه نېټه هم روان پاتے شو۔ د كمپائن په مهال به 26 لکه 55 زره څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكي وركولې شي۔ په پوليو كمپائن كښې به نزدې 11 زره 555 ډلې برخه اخلي۔ په كومو كښې چې 9 زره 247 موبائل ډلې ،945فکسډسائټ او 595 ټرانزټ پوائنټس شامل دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په بلوچستان كښې د روان كال په مهال درې كاله پس په چمن ٬ ډېرہ بګټي ، کوئټه، جھل مګسی، ژوب، قلعه سیف او خاران كښې د پوليو 12 كېسونه رپورټ شوي وو۔











