سږ كال د بارانونو د لاسه په رامخې ته شوو پيښو كښې 123 كسان په حق رسيدلي: پي ډي ايم اے

لاهور۔9 ستمبر(اے پی پی) پي ډي اېم اے فلډ الرټ فېکټ شیټ(رپورټ)جاری كړے دے ۔ د رپورټ له مخې سږ كال د پشكال بارانونو د لاسه 123 كسان مړه ٬ 317 ژوبل ٬ 106 ډنګر مړه او 292 كسان بې كوره شوي ۔ زياتره كسان د تندر پرېوتو ٬ كرنټ لګېدو او د كچه او زړو كورونو او ودانيو پرېوتو له امله مړه شوي ۔ د حكومت پالېسۍ له مخې …

لاهور۔9 ستمبر(اے پی پی) پي ډي اېم اے فلډ الرټ فېکټ شیټ(رپورټ)جاری كړے دے ۔ د رپورټ له مخې سږ كال د پشكال بارانونو د لاسه 123 كسان مړه ٬ 317 ژوبل ٬ 106 ډنګر مړه او 292 كسان بې كوره شوي ۔ زياتره كسان د تندر پرېوتو ٬ كرنټ لګېدو او د كچه او زړو كورونو او ودانيو پرېوتو له امله مړه شوي ۔ د حكومت پالېسۍ له مخې ځپليو كورنيو سره مالي مرسته روانه ساتلې شوې٬ د سېلاب په مهال ژوبل شوو لپاره غوره طبي آسانۍ باوري كړې شوې۔ د رپورټ له مخې د پنجاب په سيندونو او ولو كښې د اوبو بهاؤ د معمول له مخې دے۔ دغسې په اباسين ٬ چناب ٬ راوي ٬ ستلج او جهلم كښې هم اوبه د معمول كچې له مخې روانې دي۔ په منګا ډېم كښې د اوبو كچه 84 فیصد او تربېلا كښې 100 فيصد ده ۔ په ستلج ، بیاس او راوی جوړو شوو هندي ډېمز كښې د اوبو كچه تر 60 فيصد ده۔ په دې مهال ډي جي عرفان كاټھيا ووئيل په ډېرہ غازی خان ډویژن كښې سېلاب څخه د ځپلے شوي انفراسټركچر بحالۍ له ګامونه پورته كولې شي۔ په راجن پور او ډېره غازي خان كښې به د سېلاب ځپليو سيمو تر بحالۍ ريليف آپرېشن روان وي۔ پی ډی اېم اے په كنټرول روم كښې 24 ساعته صورتحال مانيټر كوي۔ ډي جي عرفان ووئيل د پنجاب وزيراعلی احكاماتو له امله ټولې محكمې چمتو دي۔ اولس ته خواست دے چې د باران په موسم كښې احتياط وكړي۔ په خراب موسم كښې سفر كولو څخه ډډه وكړي٬ د بجلۍ تارونو او ستنو څخه لرې پاتې شي او په كوم هم بېړني صورتحال كښې د پي ډي اېم اے په هېلپ لائن 1129 كال وكړي