د انګلينډ او آسټريليا ترمينځه اولنے ټي ټونټي كركټ ميچ به سبا كيږي

سائوتھمپټن۔10 ستمبر(اے پی پی) د انګلېنډ او آسټريليا لوبډلو ترمينځه په درېو ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ سبا د شورؤ په ورځ د ستمبر په 11 مه نېټه روز باؤل ٬ ساؤتھمپټن كښې كيږي۔ د آسټریلیا لوبډله دا مهال د انګلېنډ په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 3 ټي ټونټي او د 5 يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د …

سائوتھمپټن۔10 ستمبر(اے پی پی) د انګلېنډ او آسټريليا لوبډلو ترمينځه په درېو ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ سبا د شورؤ په ورځ د ستمبر په 11 مه نېټه روز باؤل ٬ ساؤتھمپټن كښې كيږي۔ د آسټریلیا لوبډله دا مهال د انګلېنډ په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 3 ټي ټونټي او د 5 يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 3 ټي ټونټي مېچونو سيريز پېل به سبا د شورؤ په ورځ 11 ستمبر څخه كيږي۔ دا مېچ به په باؤل، ساؤتھمپټن كښې كولې شي۔ د انګلېنډ لوبډلې مشري به فلپ سالټ او د آسټرېليا مچل مارش كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو مېچونو سيريز دويم مېچ به په 13 ستمبر صوفیه ګارډنز، کارډف او درېم او وروستے مېچ به په 15 ستمبر اېمرټس اولډ ټرېفورډ،مانچسټر كښې كيږي۔ دې څخه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو مېچونو سيرير پېل به 19 ستمبر ټرېنټ برج، ناټنګھم كښې كيږي

مزید خبریں