کراچی۔ 06 ستمبر(اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سید مراد علی شاہ د دفاع ورځې په موقع د پاك پوځ قربانيو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي په دې ورځ زمونږ ځواكونو نه يوازې د دښمن پوځ په مړانه مقابله وكړه بلكې هغوي ته يۍ ماتې هم وركړه۔ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاہ د دفاع ورځې په موقع خپل یېغام كښې ووئيل د پاكستان دفاعي صلاحيت مضبوط …
د پاكستان دفاعي صلاحيت مضبوط دے: د سندھ وزيراعلی د دفاع ورځې په موقع پيغام
کراچی۔ 06 ستمبر(اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سید مراد علی شاہ د دفاع ورځې په موقع د پاك پوځ قربانيو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي په دې ورځ زمونږ ځواكونو نه يوازې د دښمن پوځ په مړانه مقابله وكړه بلكې هغوي ته يۍ ماتې هم وركړه۔ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاہ د دفاع ورځې په موقع خپل یېغام كښې ووئيل د پاكستان دفاعي صلاحيت مضبوط دے٬ مونږ هر كال دا ورځ په جوش او جذبه لمانځؤ۔ وزیراعلیٰ ووئيل د دښمن ناڅاپي بريد پخپله هغه لپاره د پېښمانۍ سبب وګرځېد۔ اېم اېم عالم په يوه دقيقه كښې د دښمن 5 الوتكې رانسكورې كړې۔ ده ووئيل په دغه ورځ زمونږ مېړنو ځوانانو د هېواد حفاظت كولو سره سره د لكھونو په شمېر وګړو ژوند هم محفوظ كړو٬ دا ورځ ثابته وي چې مونږ يو ژوندے قام يؤ٬ مونږ خپل شهيدان ياد ساتؤ۔ ده ووئيل يو وارې بيا پاكستان د نازك پړاؤ څخه تېرېږي۔ مونږ له به يو كېدل وي۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل به پاكستان ټول عمري له قائم او دائم وي











