د سندھ ګورنر د دفاع ورځې په موقع مزار قائد ته لاړو ٬ د ګلونو څادر خپرولو سره يي فاتحه خواني وكړه

کراچۍ۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د دفاع ورځې په موقع د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ؒ مزار ته لاړو او د ګلونو څادر يۍ خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه٬ په مزار اېښودلې شوي د مېلمنو كتاب كښې ده خپل تاثرات هم قلمبند كړل۔ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل د ستر لارښود …

کراچۍ۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د دفاع ورځې په موقع د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ؒ مزار ته لاړو او د ګلونو څادر يۍ خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه٬ په مزار اېښودلې شوي د مېلمنو كتاب كښې ده خپل تاثرات هم قلمبند كړل۔ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل د ستر لارښود د لارښونې له مخې د ګران وطن خيال ساتؤ۔ د پاكستان دفاع لپاره قام هر وخت چمتؤ دے۔ ده زياته كړه چې په 6 ستمبر په ځانګړې قربانۍ وركولو سره مېړنو فرزندانو دښمن په خپلو ناپاكو ارادو كښې ناكامه كړو۔ نن لوظ كوؤ چې د هېواد حفاظت لپاره به د هر څه قرباني وركوؤ۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې ګورنر ووئيل په ننۍ ورځ پاك پوځ دښمن طاقتونو ته زورور ځواب وركړے ؤ ۔ د كركې بيانه جوړؤنكو ته يۍ وئيلي وو چې مونږ ټول يو موټے يؤ۔ ټول قام د ملي بېرغ لاندې خپل پوځ او خپلو شهيدانو سره د يووالي څرګندونه كوي۔ د دفاع ورځې دستورې په لړ كښې په ګورنر هاؤس كښې د پاكستان د تاريخ تر ټولو لوي سټېج جوړ كړے شوے