لاهور 05 ستمبر (اے پی پی)د جمعيت علماﺀ اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د لاهور په درې ورځنۍ دوره د زيارت په ورځ لاهور ته رسېدلے۔مولانا فضل الرحمان د لاهور خپلې دورې په مهال به ګولډن جوبلي ختم نبوت كنفرنس كښې د ګډون پشمول د ګوند مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي۔د جمعيت علماﺀ اسلام وياند له مخې مولانا فضل الرحمان په 7 ستمبر د ګولډن جوبلي ختم نبوت كنفرنس په …
د جمعيت علماﺀ اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په درې ورځنۍ دوره د زيارت په ورځ لاهور ته ورسېد
لاهور 05 ستمبر (اے پی پی)د جمعيت علماﺀ اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د لاهور په درې ورځنۍ دوره د زيارت په ورځ لاهور ته رسېدلے۔مولانا فضل الرحمان د لاهور خپلې دورې په مهال به ګولډن جوبلي ختم نبوت كنفرنس كښې د ګډون پشمول د ګوند مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي۔د جمعيت علماﺀ اسلام وياند له مخې مولانا فضل الرحمان په 7 ستمبر د ګولډن جوبلي ختم نبوت كنفرنس په لړ كښې د انتظامات جاج اخستو لپاره به د ستمبر په 6مه نېټه مينار پاكستان ته ځي۔د جمعيت علمائے اسلام نور مركزي قيادت هم د زيارت په شپه لاهور ته رسي۔ګولډن جوبلي ختم نبوت كنفرنس كښې بهخ د هېواد نوموړي علما كرامو پشمول سياسي شخصيات هم ګډون كوي۔ګولډن جوبلي ختم نبوت كنفرنس د ستمبر په 7مه نېټه د خالي په ورځ مينار پاكستان كښې كېږي۔د جمعيت علمائے اسلام تر سيوري لاندې د لاهور په بېلو ځايونو كښې ګولډن جوبلي ختم نبوت كنفرنس كښې ګډون لپاره د بلنې كيمپونه لګولې شوي دي ۔











