پېښور 04 ستمبر (اے پي پي) اليکشن کمېشن د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ډپټي سپيکرې په ضد د اثاثو پټولو کيس خارج کړے دے۔د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيکرې ثريا بي بي په ضد اليکشن کمېشن كښې په درخواست سماعت وشو۔د سندھ غړي نثار دراني په مشرۍ كښې څلور كسيز کمېشن سماعت وكړو۔وکيل محب الله دلائل كښې ووئيل يو نامعلومه تن د ډپټي اسپيکر په ضد د اثاثو پټولو درخواست …
اليکشن کمېشن د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيکري په ضد د اثاثو پټولو کيس خارج کړو
پېښور 04 ستمبر (اے پي پي) اليکشن کمېشن د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ډپټي سپيکرې په ضد د اثاثو پټولو کيس خارج کړے دے۔د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيکرې ثريا بي بي په ضد اليکشن کمېشن كښې په درخواست سماعت وشو۔د سندھ غړي نثار دراني په مشرۍ كښې څلور كسيز کمېشن سماعت وكړو۔وکيل محب الله دلائل كښې ووئيل يو نامعلومه تن د ډپټي اسپيکر په ضد د اثاثو پټولو درخواست كړے ؤ،د نامعلومه درخواست كونكې د نادرا يا کومې بلې ذريعې څخه څه ډيټا نه ده رامخې ته شوې ، نامعلومه درخواست كونكے كوم وجود نه لري۔اليکشن کميشن كښې د سماعت په مهال هم درخواست كونكے حاضر نه شو ٬ په دې د درخواست كونكې د اړخه په عدم پيروي كولو د ډپټي سپيکري کيس ډسچارج کړے شو ۔











