د اے اين پي د اطلاعات پخواني سيکريټري زاهد خان د سياست پرېښودلو اعلان وكړو

پېښور 04 ستمبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارتي ( اے اين پي) سينئر لارښود زاهد خان د سياست پرېښودلو اعلان کړے۔ پخواني سينيټر په خپل بيان كښې ووئيل حالات داسې جوړ شوي چې د سياست څخه د جلا كيدو پريكړه مو وكړه۔زاهد خان ووئيل سياست كښې پيسه كارېږي، مونږ چرې د پيسې لپاره سياست نه دې كړے،د نوي قيادت په ترجيحات كښې مونږ نه يو ځكه په خاموشۍ …

پېښور 04 ستمبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارتي ( اے اين پي) سينئر لارښود زاهد خان د سياست پرېښودلو اعلان کړے۔ پخواني سينيټر په خپل بيان كښې ووئيل حالات داسې جوړ شوي چې د سياست څخه د جلا كيدو پريكړه مو وكړه۔زاهد خان ووئيل سياست كښې پيسه كارېږي، مونږ چرې د پيسې لپاره سياست نه دې كړے،د نوي قيادت په ترجيحات كښې مونږ نه يو ځكه په خاموشۍ سره يو خوا ته شوم۔دې څخه وړاندې د اے اين پي لارښود حاجي غلام احمد بلور هم د انتخابي سياست څخه د جلا كيدو اعلان کړے ؤ۔