د خېبر پښتونخوا حكومت ناكامه شوې دے۔ ګورنر فيصل كريم كنډي

پېښور 04 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې صوبائي حكومت په بشپړه توګه ناكامه شوېدے، ده وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور ته د اعتماد د ووټ اخستو هم مشوره وكړه۔ په پېښور كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ما عدالت ته وئيلي دي چې زمونږ په پوهنتونونو كښې وائس چانسلرز نشته٬ عدالت د صوبائي حكومت رټ ريجيكټ كړے دے، صوبائي حكومت ته خواست …

پېښور 04 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې صوبائي حكومت په بشپړه توګه ناكامه شوېدے، ده وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور ته د اعتماد د ووټ اخستو هم مشوره وكړه۔ په پېښور كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ما عدالت ته وئيلي دي چې زمونږ په پوهنتونونو كښې وائس چانسلرز نشته٬ عدالت د صوبائي حكومت رټ ريجيكټ كړے دے، صوبائي حكومت ته خواست كوٶ چې وائس چانسلرز ولګوي، د ځوانانو سباٶن سره لوبې مه كوۍ۔ ده ووئيل دا مهال د صوبې په 26 پوهنتونونو كښې وائس چانسلرز نشته، د پوهنتونونو د جوړولو نه تر خرڅولو په سفر آرټيكل ليكل پكار دي، څوك چې د پلار نيكه كور خرڅوي ھغه په ټولنه كښې په كوم نوم بللے كېږي؟د پوهنتون زمكې خرڅولو سره به تاسو ته تر څومره وخت ګټه وشي، تر څو چې زه يم د يو پوهنتون زمكه به نه خرڅېږي۔ فېصل كريم كنډي ووئيل څلور ځله د اسمبلۍ غونډه معطل شوې ده٬ وزيراعلیٰ اسمبلۍ ته د تللو نه ډډه كوي ، غونډه نه رابللو سره دا معلومېږي چې وزيراعلیٰ اعتماد د لاسه وركړې دې٬ ھغه دې د ايوان د اعتماد ووټ واخلي٬ ھغه په صوبه كښې اكثريت نه لري٬ زه اندېښنه لرم چې وزيراعلی سركاري عدم اعتماد سره مخ نه شي۔ ده ووئيل زه په سمرۍ لاسليك كولو كښې تادي نه لرم٬ سمري راغلے ده زه به ئې د پښو لاندې نه كړم، قانوني ماهرينو سره مشاورت مې نه دې كړې٬ ماته خلق فون كوي٬ چې د سمرۍ څه وشوو؟۔ ده ووئيل په كابينه كښې ردوبدل ولې كېږي قام دې د حقائقو نه خبر كړې شي٬ دا غړي كرپټ دي يا بيا نااهل نو قام خبر كړئ، چې كابينه كښې ولې ردوبدل كېږي٬ د دې تحقيقات روان دي٬ په سمرۍ لاسليك كولو كښې اوس لا وخت شته