پېښور ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې ډينګي څخه د ځپليو شمېره 177 ته رسېدلې ده په كومو كښې چې د 11 رنځورانو په روغتونونو كښې درملنې روانې دي۔ د خېبر پښتونخوا د روغتيا څانګې لخوا د جاري شوي راپور له مخې په صوبه كښې ډينګي څخه ځپلے شوو وګړو كښې 46 كسان په روغتونونو كښې داخل كړې شوي په كومو كښې چې …
د خيبر پښتونخوا په بيلو ضلعو كښې ډينګي ځپلو وګړو شميره 177 ته ورسيده
پېښور ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې ډينګي څخه د ځپليو شمېره 177 ته رسېدلې ده په كومو كښې چې د 11 رنځورانو په روغتونونو كښې درملنې روانې دي۔ د خېبر پښتونخوا د روغتيا څانګې لخوا د جاري شوي راپور له مخې په صوبه كښې ډينګي څخه ځپلے شوو وګړو كښې 46 كسان په روغتونونو كښې داخل كړې شوي په كومو كښې چې زياتره ښه شوي دي۔ د روان سيزن په مهال په پېښور كښې 29 مثبت كېسونه رپورټ شوي ، په اېبټ آباد كښې 28 کېسونه، بنو كښې 11 ٬ صوابۍ كښې 10 كېسونه او په باجوړ كښې 7 كېسونه رپورټ شوي دي۔ دغسې په سوات كښې 7 ٬ هري پور كښې 7 ٬ كوز دير او چارسده كښې 4 ٬ 4 کېسونه رپورټ شوي۔ دې نه ځانله په مانسهره كښې دوه ٬ كوز چترال ، بونېر، بره دیر ٬ کوهاټ، نوښار ٬ تور غر او ټانك كښې تر دې دمه يو يو كېس رپورټ شوے دے۔ دې سره سره اېبټ آباد ٬ سوات ٬ بنو او مانسهره ډينګي لپاره حساس سيمې ګرځولې شوي دي











