اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) ورلډ بیچ کبډي چیمپئن شپ لپاره د قامي ډلي لوبغاړو تربیتي کیمپ پاکستان سپورټس کمپلیکس، اسلام آباد كښې پيل شوے۔ د پاکستان کبډي فیډریشن سیکرټري جنرل محمد سرور رانا ووئيل د ټاكلې ډلي لوبغاړي به ورلډ بیچ کبډي چیمپئن شپ كښې ګډون كوي او دا چیمپئن شپ به د 25 نه تر 30 ستمبر ایران كښې كېږي چې پكښې به د نړۍ د …
ورلډ بیچ کبډي چیمپئن شپ لپاره د قامی ډلې لوبغاړو تربیتی کیمپ پيل شو

مزید خبریں
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) ورلډ بیچ کبډي چیمپئن شپ لپاره د قامي ډلي لوبغاړو تربیتي کیمپ پاکستان سپورټس کمپلیکس، اسلام آباد كښې پيل شوے۔ د پاکستان کبډي فیډریشن سیکرټري جنرل محمد سرور رانا ووئيل د ټاكلې ډلي لوبغاړي به ورلډ بیچ کبډي چیمپئن شپ كښې ګډون كوي او دا چیمپئن شپ به د 25 نه تر 30 ستمبر ایران كښې كېږي چې پكښې به د نړۍ د بيلو هېوادونو لوبغاړي ګډون كوي۔ده ووئيل نېشنل ټریننګ بیچ کبډي تربیتي کیمپ لپاره 18 لوبغاړي رابللې شوي۔چې پكښې عثمان احمد، آفاق خان، شعیب ممتاز علی، جنید خان، کاشف رزاق، مدثر علي، محمد صفیان، بلال خان، عثمان خالد، عثمان غني، فرحان علی، محمد امجد علی، اخلاق احمد، محمد عثمان ارشد، محمد عمران، وقار علی، سید الملوك خان او فرمان علی شامل دي۔ د کوچنګ فرائض به نبیل احمد رانا ترسره كوي۔










