په ضلع استا محمد كښې سيلاب ځپليو ته د مرستې سامان وركړے شو

کوئټه۔ 02 ستمبر (اے پی پی) د ډپټي كمشنر اوستا محمد جليل احمد په خصوصي هدايت د استا محمد اسسټنټ كمشنر محمد رمضان اشتیاق د ګل په ورځ استا محمد تحصيل كښې سېلاب ځپليو ته د مرستې سامان په كوم كښې چې خېمې ،مچھر دانۍ ، د خوراك څښاك څيزونه او نور ضروري سامان شامل وو وركړو۔ په دې موقع د استا محمد تحصيلدار علی ګوهر مګسی، نائب تحصیلدار ګامن …

کوئټه۔ 02 ستمبر (اے پی پی) د ډپټي كمشنر اوستا محمد جليل احمد په خصوصي هدايت د استا محمد اسسټنټ كمشنر محمد رمضان اشتیاق د ګل په ورځ استا محمد تحصيل كښې سېلاب ځپليو ته د مرستې سامان په كوم كښې چې خېمې ،مچھر دانۍ ، د خوراك څښاك څيزونه او نور ضروري سامان شامل وو وركړو۔ په دې موقع د استا محمد تحصيلدار علی ګوهر مګسی، نائب تحصیلدار ګامن خان بوهړ او نوره عمله هم موجود وه۔ سېلاب ځپليو سره خپلو خبرو كښې اسسټنټ کمشنر استا محمد محمد رمضان اشتیاق ووئيل د طبعي آفتونو مخنيوے د انسان د وس خبره نه ده بياهم حفاظتي انتظامات كولو سره زيان كښې كمې راتللے شي٬ په دې لړ كښې ضلعې انتظاميې په محدودو وسائلو كښې سېلاب څخه بچ كولو له هر ډول ممكن اقدامات باوري كړل چې له امله يي زيان تر ډېره حده كم كړے شو