صوبه كښې په سكولونو كښې د ماشومانو د داخلے كمپائن د دوېم فېز پرانسته٬ سږ كال به د 15 لكه ماشومانو د داخلولو هدف سر كوٶ۔ د تعليم صوبائي وزير فېصل خان تركئۍ

پېښور 02 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د تعليم صوبائي وزير فېصل خان تركئي وئيلي دي صوبه كښې په سكولونو كښې د ماشومانو د داخلے كمپائن د دوېم فېز پرانسته شوې ٬ سږ كال به د 15 لكه ماشومانو د داخلولو هدف سر كوٶ٬ په تېر كمپائن كښې مو دولس لكه ماشومان په سكولونو كښې داخلے كړي٬ د داخلے كمپائن به تر 30 ستمبر روان وي۔ دا دې …

پېښور 02 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د تعليم صوبائي وزير فېصل خان تركئي وئيلي دي صوبه كښې په سكولونو كښې د ماشومانو د داخلے كمپائن د دوېم فېز پرانسته شوې ٬ سږ كال به د 15 لكه ماشومانو د داخلولو هدف سر كوٶ٬ په تېر كمپائن كښې مو دولس لكه ماشومان په سكولونو كښې داخلے كړي٬ د داخلے كمپائن به تر 30 ستمبر روان وي۔ دا دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنمنټ هائير سيكنډري سكول نانك پوره پېښور كښې د داخلے كپمائن پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړې مرتضيٰ خان تركئۍ ، د ډېډك چئيرمېن شېر علي آفريدي، د قامي اسمبلۍ غړې شاندانه ګلزار، ډائريكټر ايجوكيشن ثمينه الطاف، ډسټركټ ايجوكيشن آفسرز٬ زده كوٶنكي او د تعليم څانګې نور لوړ پورې هم موجود وو۔ د تعليم وزير ووئيل تعليم ته پام لرنه كوو او په هر صورت زده كوٶنكي سكول ته راوستل دي٬ په دې لړ كښې دې مور پلار ٬ استاذان٬ سياسي مشران او علمائے كرام زمونږ ملګرتيا وكړي۔ ده مور پلار څخه هم غوښتنه وكړه چې د داخلے په كمپائن كښې زمونږ ملګرتيا وكړي او خپل ماشومان په سكولونو كښې داخل كړي ۔