کراچۍ 02 ستمبر (اے پي پي) د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه په مشرۍ كښې د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ 45م غونډه شوې چې پكښې جامشورو او مټياري ضلعو كښې د اباسين په غاړه 34 زره 900 هيکټرز باندې د ځنګلونو لګولو پرېكړه شوې٬ دغسې په اوو ضلعو كښې به 88 زره 22 ايكړه زمكه باندې د سركاري او نجي څانګې په اشتراك سره ځنګلې لګولې شي۔ د ګل په …
د سندھ وزيراعليٰ په مشرۍ كښې د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ 45م غونډه
کراچۍ 02 ستمبر (اے پي پي) د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه په مشرۍ كښې د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ 45م غونډه شوې چې پكښې جامشورو او مټياري ضلعو كښې د اباسين په غاړه 34 زره 900 هيکټرز باندې د ځنګلونو لګولو پرېكړه شوې٬ دغسې په اوو ضلعو كښې به 88 زره 22 ايكړه زمكه باندې د سركاري او نجي څانګې په اشتراك سره ځنګلې لګولې شي۔ د ګل په ورځ د غونډې په مهال وزيراعلٰې سيد مراد علي شاه ووئيل د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ 45م غونډه شوې چې پكښې جامشورو او مټياري ضلعو كښې د اباسين په غاړه 34 زره 900 هيکټرز زمكه باندې د ځنګلونو لګولو پرېكړه شوې او دې سره سره په اووه ضلعو كښې په 88 زره 22 ايكړه زمكه باندې د سركاري او نجي څانګې په اشتراك به ځنګلونه لګولې شي۔ په دې موقع وزيراعليٰ د کراچۍ پورټ ټرمينل څخه په جام صادق پل تر ملير د ايکسپريس وے جوړولو منصوبې هم منظوري وركړه۔ په غونډه كښې صوبائي وزيرانو عذرا پيچوهو، ناصر حسېن شاه، سعيد غني، ضياء لنجار، د لائيو سټاك سلاحكار نجمي عالم، د سندھ چيف سيکرټري آصف حېدر شاه، ايدووکيټ جنرل حسن اکبر، د وزيراعليٰ پرنسپل سيکريټري آغا واصف، ډاکټر سروش لودھي، آصف بروهي، صوبائي سيکرټريز او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔











