ناران كښې ګهير شوې غير ملكي سېلګري د ټورازم پوليس او كے ډي اے عملې ريسكيو كړل ۔ وياند

ايبټ آباد 31 اګست (اے پي پي) ناران كښې ګهير شوې غير ملكي سېلګري د ټورازم پوليس او كے ډي اے عملې ريسكيو كړې دي،د ټورازم اتھارټي وياند محمد سعد اے پي پي ته ووئيل د سېلګرغ او كلتور صلاحكار زاهد چن زيب او د ټورازم اتھارټي ډي جي تاشفين حيدر په سپارښتنه ناران كښې ګهير شوې 08 غير ملكي سېلګري د كاغان ډيويلپمنټ اتھارټي او ټورازم پوليس په مرسته …

ايبټ آباد 31 اګست (اے پي پي) ناران كښې ګهير شوې غير ملكي سېلګري د ټورازم پوليس او كے ډي اے عملې ريسكيو كړې دي،د ټورازم اتھارټي وياند محمد سعد اے پي پي ته ووئيل د سېلګرغ او كلتور صلاحكار زاهد چن زيب او د ټورازم اتھارټي ډي جي تاشفين حيدر په سپارښتنه ناران كښې ګهير شوې 08 غير ملكي سېلګري د كاغان ډيويلپمنټ اتھارټي او ټورازم پوليس په مرسته ريسكيو كړې شوي،غير ملكي سېلګري په مهانډري سيمه كښې د سېلاب له امله په ناران كښې ګهير شوې ؤ كوم چې ډي اے او ټورازم پوليس په مرسته د ناران څخه مهانډري پل كاغان كراس كولو سره په حفاظت سره خپل ځائې ته رسولې شوي،ياد شوي غير ملكي سېلكري نن شپه پرتګال ته تلل،غير ملكي سېلګرو د كائيټ پراجيكټ د سيورې لاندې په ټورازم هيلپ لائن 1422 رابطه كړې وه۔