په راروانو دريو ورځو كښې په ختيزو سيمو سي ٬ نصير آباد ٬ لسبېله٬ قللات ډوېژن او د بلوچستان ساحلي پټۍ كښې د تېز باران امكان دے

کوئټه ۔ 29 اګست (اے پي پي) د بلوچستان سيمه ايز موسمیاتي مرکز تر مخه د شمالي بحیرہ عرب څخه 270 کلومیټره سوئېلې ختيز كښې موسمیاتي نظام جوړېږي ۔ د راروانو 24 ساعتو په مهال په دې طوفان كښې د شدت راتللو امکان دے۔ د دغې تر مخه د نمي زيات مقدار په سبب په راروانو دريو ورځو كښې ختيزو سيمو سبي ، نصیر آباد، لسبیله ، قلات ډویژن او …

کوئټه ۔ 29 اګست (اے پي پي) د بلوچستان سيمه ايز موسمیاتي مرکز تر مخه د شمالي بحیرہ عرب څخه 270 کلومیټره سوئېلې ختيز كښې موسمیاتي نظام جوړېږي ۔ د راروانو 24 ساعتو په مهال په دې طوفان كښې د شدت راتللو امکان دے۔ د دغې تر مخه د نمي زيات مقدار په سبب په راروانو دريو ورځو كښې ختيزو سيمو سبي ، نصیر آباد، لسبیله ، قلات ډویژن او د بلوچستان په ساحلي پټۍ كښې د تېز باران امکان دے۔ دې باران نه لسبیله، حب، آواران، جھل مګسي، هرنائي، خضدار، زیارت، کچھي، ډیرہ بګټي، بارکھان، قلات، موسیٰ خیل او د نصیر آباد خوړونو كښې سېلاب راتللے شي۔ د ګوادر د ابو لاندې سيمې ګوادر، اورماړہ، جیواني پسني، کیچ تربت، پنجګور، سبي، صحبت پور، جعفرآباد او اوسته محمد كښې هم د سیلاب له امله پیچیلتيا پیدا كېدې شي ۔ د ساحلي سيمې مچيمارو او نورو ماڼګيانو ته مشورہ وركړې كېږي چې خپلې سمندري هلې ځلې تر 31 اګست 2024 اودروې او اړونده اتظاميه دې هم چمتو پاتي شي۔