لاهور 29 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي د خېبرپښتونخوا حالات نازك دي٬په صوبه كښې ترهه ګري او انتهاخوښي يو ځل بيا پېل كېږي٬په دې معامله به وزيراعظم ته د اے پي سي رابللو خواست كوم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان اقبال كښې د اقبال اكادمي پاكستان دورې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړه ۔د كے پي كے …
د خېبرپښتونخوا حالات نازك دي٬د اے پي سي رابللو خواست به كوم۔ فيصل كريم كنډي
لاهور 29 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي د خېبرپښتونخوا حالات نازك دي٬په صوبه كښې ترهه ګري او انتهاخوښي يو ځل بيا پېل كېږي٬په دې معامله به وزيراعظم ته د اے پي سي رابللو خواست كوم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ايوان اقبال كښې د اقبال اكادمي پاكستان دورې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړه ۔د كے پي كے ګورنر ووئېل د صوبې او هېواد سافټ اميج ته وده وركولو ته ضرورت دے ٬په دې اړه د علامه اقبال او خوشحال خان خټك په تعليمات رڼا اچول پكار دي۔ده ووئيل ايران٬تركيه او افغانستان غوندې هېوادونو كښې چرته چې لاړ شۍ هلته د اقبال د شاعرۍ ذكر كېږي٬د خوشحال خان خټك او اقبال پرامن پېغام د شاعرۍ او كتابونو د لارې عام كول پكار دي۔ده ووئيل په كال 2013 كښې خېبرپښتونخوا د يو پرامن صوبې په حېثيت سره پي ټي آئي ته سپارلې شوې وه خو اوس هلته د امن صورتحال خراب شوے ٬پي ټي آئي صوبه خرابو حالاتو سره مخ كړې۔ده ووئيل صوبائي حكومت له پكار دي چې د وفاقي حكومت څخه مرسته طلب كړي او ان كيمره غونډه وكړي دغسې چې د صوبې مرسته وكړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كومه هم صوبه وي امن او امان ذمه واري د وزيراعلٰی وي ٬ فيصل كريم كنډي ووئيل د 9مئي په پېښو كومه سمجهوته نشي كېږي څوك چې د هېواد آئين او قانون نه مني هغوي سره خبرې اترې نشي كېدې۔د دې څخه وړاندې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په ايوان اقبال كښې د اقبال اكادمۍ پاكستان دوره وكړه۔په دې موقع ګورنر د اكادمي آركائيوز٬لائبريري او آئي ټي پشمول د نورو څانګو معائنه وكړه۔د اقبال اكادمۍ پاكستان ډائرېكټر پروفيسر عبدالروف رفيقي ګورنر د اكادمۍ بېلو پروژو او هلو ځلو نه خبر كړو۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د مېلمنو لپاره اېښودلې شوي كتاب كښې خپل تاثرات قبلمبند كړل۔











