د خېبرپښتونخوا كابينې غونډه په اسلام آباد كښې راوبللې شوه ٬

پېښور 28 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا حكومت د كابينې غونډه(نن)د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې رابللې شوې ۔ د صوبائي كابينې غونډې لپاره 54 نكاتي اوږده ايجنډا جاري كړې شوې۔د خېبرپښتونخوا كيبنټ ونګ انتظاميې محكمې لخوا جاري بلنې له مخې د كابينې غونډه به په خېبرپښتونخوا هاؤس اسلام كښې د اګست په 29مه نېټه ماسپخښن 12 بجې پیل كېږي چې مشري به د خبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين …

پېښور 28 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا حكومت د كابينې غونډه(نن)د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې رابللې شوې ۔ د صوبائي كابينې غونډې لپاره 54 نكاتي اوږده ايجنډا جاري كړې شوې۔د خېبرپښتونخوا كيبنټ ونګ انتظاميې محكمې لخوا جاري بلنې له مخې د كابينې غونډه به په خېبرپښتونخوا هاؤس اسلام كښې د اګست په 29مه نېټه ماسپخښن 12 بجې پیل كېږي چې مشري به د خبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور كوي۔په غونډه كښې به د انتظاميې محكمې٬مال٬داخله٬تعميرات او مواصلات٬بين الصوبائي رابطه٬لوبو او ځوانانو چارو٬روغتيا٬قانون٬محنت٬بلديات٬بحالۍ او آبادكارۍ٬صنعت او حرفت٬ د سماجي خېرښېګړې٬ ابتدائي او ثانوي تعليم٬اوبه خور٬لائيو سټاك٬ د مذهبي چارو٬سېلګرۍ او كلتور٬اطلاعات٬پرمختګ او منصوبه بندۍ او د توان او برقيات په 54 چارو به بحث كولې شي۔د كابينې غونډې لپاره جوړه شوې ايجنډا كښې د خواري كښو لږ تر لږه اجرت 36 زره روپۍ كول او صوبائي اسمبلۍ څخه منظور كړے شوي ګڼ شمېر قراردادونه شامل دي۔ د صوبائي كابينې غونډه كښې په نورو مهمو مسئلو به هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي هلته به په كم اجرت هم خبرې اترې كولې شي۔