د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ په تيراه كښې د ترهګرو په ضد عملياتو كښې د څلورو امنيتي اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور 27 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سردار علي امين ګنډا پور په تيراه كښې د ترهګرو په ضد عملياتو كښې د څلورو امنيتي اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ د وزيراعلٰې سېكټرېرېټ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعلٰې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعليٰ د عملياتو …

پېښور 27 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سردار علي امين ګنډا پور په تيراه كښې د ترهګرو په ضد عملياتو كښې د څلورو امنيتي اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ د وزيراعلٰې سېكټرېرېټ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعلٰې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعليٰ د عملياتو په مهال د يو شمېر ترهګرو په وژلو امنيتي هلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د سکيورټي فورسز قربانۍ بې مثاله دي او د دوي دا قربانۍ به عبث نه ځي٬ ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې سکيورټي فورسز سره ولاړ دے۔

مزید خبریں