پېښور 27 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حكومت په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ پیښو كښې د شهيدانو كورنيو لپاره د لس لس لكه روپو مرستې اعلان كړے ٬ د خېبرپښتونخوا د خزانې صلاحكار مزمل اسلم په يو بيان كښې ووئېل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور لخوا د شهيدانو كورنيو له د خېبرپښتونخوا شهيدانو په طرز د لس لس لكه روپو مرستې وركولو اعلان كړے٬د ترهه ګرۍ …
د خېبرپښتونخوا حكومت په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ پیښو كښې د شهيدانو كورنيو لپاره د لس لس لكه روپو مرستې اعلان وكړو
پېښور 27 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حكومت په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ پیښو كښې د شهيدانو كورنيو لپاره د لس لس لكه روپو مرستې اعلان كړے ٬ د خېبرپښتونخوا د خزانې صلاحكار مزمل اسلم په يو بيان كښې ووئېل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور لخوا د شهيدانو كورنيو له د خېبرپښتونخوا شهيدانو په طرز د لس لس لكه روپو مرستې وركولو اعلان كړے٬د ترهه ګرۍ په پېښو د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی حكومت لخوا د غم دړد څرګندونه كړې۔ده ووئيل په بشپړه توګه د ترهه ګرۍ د پېښو غندنه كوو٬مونږ دا ډول پېښو څخه خبر يو٬د شهيدانو كورنيو سره همدردي لرو۔مزمل اسلم ووئيل په شمالي وزيرستان كښې هم د ترهه ګرۍ پېښې رامخې ته شوي چې پكښې پنځه كسان په حق رسېدلي٬د هغوي لپاره هم د صوبائي حكومت لخوا د شهيدانو پیكج اعلان كړے شوے۔











