پېښور ۔ 27 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير فېصل خان ترکئی وئيلي دي ګرلز کېډټ کالج مردان زمونږ فلېګ شپ منصوبه ده٬ د ګردې صوبې مېرمنو ته دلته د لوړو زده كړو آسانۍ او د غوره تربيې موقعې ترلاسه دي٬ ګرلز كېډت كالج مردان به زر تر زره نوي جوړ شوي بلډنګ ته منتقل كړے شي٬ د تعميراتي كار ګړندي ساتلو له به د فنډ …
ګرلز كيډټ كالج مردان زمونږ فليګ شپ منصوبه ده: فيصل خان تركئي
پېښور ۔ 27 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير فېصل خان ترکئی وئيلي دي ګرلز کېډټ کالج مردان زمونږ فلېګ شپ منصوبه ده٬ د ګردې صوبې مېرمنو ته دلته د لوړو زده كړو آسانۍ او د غوره تربيې موقعې ترلاسه دي٬ ګرلز كېډت كالج مردان به زر تر زره نوي جوړ شوي بلډنګ ته منتقل كړے شي٬ د تعميراتي كار ګړندي ساتلو له به د فنډ په وركولو كښې به كوم تاخير ونه كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګرلز كېډټ كالج مردان بورډ آف ګورنر غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې سېکرټری اېجوکېشن مسعود احمد او د بورډ نورو غړو په شمول اړوندو ګډون وكړو۔ د زده كړو صوبائي وزير ووئيل د مېرمنو زده كړو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پام لرنه كوي او زه د ګرلز كېډټ كالج مردان ټولو چارو په خپله نګراني كوم۔ ده ووئيل د نوي بلډنګ بشپړولو په شمول د كالج ټولې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي ده ووئيل دلته به زر تر زره نورې ټرېنرز او استاذانې هم بھرتي كولې شي۔ ده ووئيل په كالج كښې د داخلې په شمول ټول نظام په مېرټ او سپېځلتيا اډانه دے او خالص په مېرټ انجونو ته داخله وركولې شي












