په بلوچستان كښې د ترهګرۍ ښكار شوي د شجاع آباد 2 كسان خاورو ته وسپارلے شول

ملتان۔ 27 اګست (اے پی پی) په بلوچستان كښې د ترهګرۍ ښكار شوي د شجاع آباد 2 كسان د نهې په ورځ خاورو ته وسپارلے شول۔ د ارواښاد خدا بخش د جنازې مونځ په پلارنۍ سيمه لوهاري ګېټ او د اروښاد نذیر احمد د جنازې مونځ پخپل كلي کھاکھی پنجانی كښې ادا كړے شو۔ د جنازې مونځ كښې د سياسي او سماجي شخصيات په شمول د سيمې ګڼ شمېر كسانو …

ملتان۔ 27 اګست (اے پی پی) په بلوچستان كښې د ترهګرۍ ښكار شوي د شجاع آباد 2 كسان د نهې په ورځ خاورو ته وسپارلے شول۔ د ارواښاد خدا بخش د جنازې مونځ په پلارنۍ سيمه لوهاري ګېټ او د اروښاد نذیر احمد د جنازې مونځ پخپل كلي کھاکھی پنجانی كښې ادا كړے شو۔ د جنازې مونځ كښې د سياسي او سماجي شخصيات په شمول د سيمې ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔ د وژلے شوو دغه دوه كسانو په اړه دا خبره رامخې ته شوې چې هغوي د ترهګرو د بريد هغه مهال ښكار شول كله چې هغوي د آمونو ټرك سره كوئټې ته روان وو