کوئټه 27 اګست (اے پي پي) د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ غړي مير زرين خان مګسي په موسيٰ خېل، لسبيله، بولان، قلات او د بلوچستان په نورو سيمو كښې د ترهګرۍ د ناوړه پېښو په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي د بې ګناه وګړو په شهادت غمژن يو۔ خپل بيان كښې مير زرين خان مګسي ووئيل د شپې په تياره كښې بې ګناه وګړي وژل د بلوڅو دود دستور …
د شپې په تياره كښې بې ګناه وګړي وژل د بلوڅو دود دستور په ضد عمل دے:مير زرين خان مګسي
کوئټه 27 اګست (اے پي پي) د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ غړي مير زرين خان مګسي په موسيٰ خېل، لسبيله، بولان، قلات او د بلوچستان په نورو سيمو كښې د ترهګرۍ د ناوړه پېښو په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي د بې ګناه وګړو په شهادت غمژن يو۔ خپل بيان كښې مير زرين خان مګسي ووئيل د شپې په تياره كښې بې ګناه وګړي وژل د بلوڅو دود دستور په ضد غمل دے۔ ترهګر خپل انجام ته رسولو لپاره مونږ ټول يو موټے يو۔ ده ووئيل د بې ګناه وګړو قتل بزدلي ده٬ د ټولو طبقو لخوا د ترهګرۍ سخته غندنه پكار ده۔












