لاهور۔27 اګست(اے پی پی) د پاكستان علما كونسل مركزي چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي د اسرائيلي وزير اتمار بِن ګویر لخوا په مسجد اقصی كښې د يهوديانو د عبادت خانې جوړولو بيان سخته غندنه كولو سره وئيلي چې د يهودي وزير بيان ټولې اسلامي نړۍ او امن غوښتونكو لپاره د اندېښنې وړ دے۔ د نهې په ورځ دې ځاے څخه په جاري شوي خپل يو بيان كښې طاهر محمود اشرفي …
په مسجد اقصی كښې د يهوديانو د عبادت خانې جوړولو بيان غندنه كوؤ٬ علامه طاهر محمود اشرفي
لاهور۔27 اګست(اے پی پی) د پاكستان علما كونسل مركزي چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي د اسرائيلي وزير اتمار بِن ګویر لخوا په مسجد اقصی كښې د يهوديانو د عبادت خانې جوړولو بيان سخته غندنه كولو سره وئيلي چې د يهودي وزير بيان ټولې اسلامي نړۍ او امن غوښتونكو لپاره د اندېښنې وړ دے۔ د نهې په ورځ دې ځاے څخه په جاري شوي خپل يو بيان كښې طاهر محمود اشرفي ووئيل په دې اړه به اسلامي تعاون تنظيم او ملګرو ملتونو له په سمدستي توګه خپل كردار ترسره كول وي۔ د یهودی وزیر بيان د منځني ختيز او نړيوال امن سره د لوبو كولو مترادف دے او دا ډول انتها پسندانه او پارونكي بيانونه په نړيواله كچه د ترهګرۍ مترادف دي۔ ده ووئيل مسجد اقصی يو تاريخي ٬ اسلامي او قانوني حېثيت لري او د دې د ختمولو كوم هم سازش به د نړۍ د امن تباه كولو مترادف وي٬ نړيواله ورورولي دې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او د اسرائيلي ظلمونو ختمولو او يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو له دې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د اسرائيلي وزير بيان جدي واخلي او د اسرائيلي سفاكيت او بربريت ختمولو له دې خپل كردار ترسره كړي۔










