کوئټه 26 اګست (اے پي پي) د بلوچستان په موسٰي خيل سيمه كښې وسله والو 23 مسافر د ګاډو نه په كوزولو ويشتلې دي او د موقعې نه تښتېدلې دي۔ د ضلع موسيٰ خيل سپرنټنډنټ پوليس (اېس پي) ايوب اچکزئي له مخئ پېښه په پنجاب بلوچستان قامي ستره لاره راړا شم سره نزدې رامخې ته شوې ۔ اېس پي د وګړو د وژنې تصديق كولو سره ووئيل په پېښه كښې …
بلوچستان، موسيٰ خېل كښې وسله والو 23 مسافر ووژل ٬ ګاډو ته ئې اور ولګولو٬ اېس پي ايوب اچکزئي
کوئټه 26 اګست (اے پي پي) د بلوچستان په موسٰي خيل سيمه كښې وسله والو 23 مسافر د ګاډو نه په كوزولو ويشتلې دي او د موقعې نه تښتېدلې دي۔ د ضلع موسيٰ خيل سپرنټنډنټ پوليس (اېس پي) ايوب اچکزئي له مخئ پېښه په پنجاب بلوچستان قامي ستره لاره راړا شم سره نزدې رامخې ته شوې ۔ اېس پي د وګړو د وژنې تصديق كولو سره ووئيل په پېښه كښې 23 كسان وژلې شوي ۔ ده ووئيل مړي ځائي روغتون ته منتقل كړے شوي ۔ اېس پي ايوب اچکزئي زياته كړه چه وسله والو كسانو د پنجاب سره تعلق لرونكې شپږ مسافر د بسونو نه كوز كړي او پاتې 17 كسان ئې د سكرو د ټركونو نه په كوزولو تشدد سره مخ كړي او په ډزو كولو سي وژلي ٬ په دې موقع وسله والو د خپلې ناوړه كاروائۍ په مهال د لسو نه زياتو ګاډو ته اور هم اچولے ۔ پوليس ووئيل وسله والو كسانو په ستره لاره ناكه بندي كولو سره مسافر د بسونو او تړكونو نه په كوزولو د شناخت نه وروستو وژلې دي۔










